د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په ترکمنستان کې میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د هېواد ستر سوداګر ښاغلي فیض محمد خافي يې ملتیا کوله، په ترکمنستان کې میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه.

په دغه کتنه کې، په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت سرپرست د لازمو سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د ټرانزیټي خدمتونو معیاري کول یې د خپلو کاري لومړیتوبونو په توګه یاد کړل او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې برخه کې يې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت سره د یاد سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو سوداګریزو، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې له کلونو راهیسې د ښو اړیکو یادولو ترڅنګ، ترکمنستان یې د افغانانو د اوږدمهاله دوست او ورور هېواد په توګه وباله او د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل چې خپلې عمده ستونزې په ګوته کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په عشق اباد کې د افغانستان له سفارت او د ترکمنستان د سوداګرۍ اتاق سره د شریکولو له لارې د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

افغان سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دغه سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه والي، د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په ګوته کولو او د سوداګرۍ برخه کې په شته ننګونو د برلاسي حاصولو برخه کې اړین دي.