د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ترکمنستان لپاره د افغان سرپرست سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده يې ملتیا  کوله، د ترکمنستان لپاره افغان سرپرست سفیر ښاغلي حاجي فضل محمد صابر سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

یاده لیدنه کې چې د عشق آباد ښار افغان سفارت انګړ کې ترسره شوه، ښاغلي مهمند ترکمنستان ته د خپل سفر موخه د ښاغلي صابر سره شریکه او داسی يې وویل "ترکمنستان د افغانستان له دوست هېوادونو څخه دی چې د ډیرې مودې راهیسې يې د افغانستان سره په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ برخه کې دوستانه اړیکي درلودې دي."
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې یاد سفر به ښې لاسته راوړنې ولري او د ترکمنستان سوداګرۍ اتاق سره د هوکړه لیک لاسلیکول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي سبب وګرځي.

ښاغلي فضل محمد صابر ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو او ترکمنستان ته د افغانستان سوداګرۍ پلاوي سفر هرکلي کولو ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا برخه کې د ترکمنستان لپاره د افغان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.