د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند قطر ته د خپل سفر په جریان کې په داسی حال کې چې د قطر اتاق سرپرست يې ملتیا کوله د قطر د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.

د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ مسؤل د یادې اکاډمۍ د مختلفو برخو او خدمتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو په ترڅ کې وویل "د موټر چلونې روزنیزه اکاډمي د نړۍ ټولو هېوادونو ته د منلو وړ د فعالیت معتبر جواز لرلو سره، پیریدونکو ته د موټر چلونې معیاري خدمتونه وړاندی کوي چې یاد معیاري خدمتونه موټر چلوونکي د موټر چلونې او ټرانسپورټ اړین مهارتونه په واک کې ورکوي."  

ښاغلي مهمند د موټر چلونې مهارتونه او د ټرانسپورټ برخه کې لازمې آسانتیاوې یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د هېواد د ټرانسپورټ سکټور په اړه يې د معلوماتو وړاندی کولو په ترڅ کې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د (IRU) نړیوال سیستم غړیتوب لري او موږ په افغانستان کې د (TIR) سیسټم د رامنځته کولو په تکل کې یو څو هغه خلک چې په دی برخه کې په فعالیت بوخت دي، مسلکي او لازمې زدکړې ترلاسه کړي."
ښاغلي مهمند د قطر موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ له مسؤل څخه وغوښتل چې د افغانستان د (TIR) برخې فعالو کارګرو، مسؤلینو او موټر چلونکو وړتیا لوړونې په موخه دوی  ته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي څو هغوی قطر ته راشي او د اړتیا وړ مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.