په کابل ښار کې تحصیلي، تخنیکي او مسلکي نندارتون پرانستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کرنې، لوړو زدکړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو معیانانو، د چارو ادارې حقوقو څانګې رئیس او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په انټر کانټیننټال هوټل کې د تحصلي، تخنیکي او مسلکي نندارتون پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مشرتابه څخه د خصوصي تعلیمي او تحصیلي سکتورونو ملاتړ په پار مننه او ستاینه وکړه او د یاد نندارتون په لار اچول يې د علم او هنر مینه والو ته یو ښه زیری وباله.

نوموړي د هېواد په اقتصادي ودې او خدماتي سکتورونو لا ښې پیژندنې برخه کې د نندارتونونو په لاره اچول اړین وبلل او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد خدماتي او تولیدي سکتورونو ملاتړ ته ژمن دی. سربیره پردی، ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور له ټولو غړیو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد اقتصادي رغښت او خدماتي سکتورونو څخه د ملاتړ برخه کې خپلې هڅې ترسره او دوی په خپل منځ کې متفق او متحد واوسي.