د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اورګاډي پټلۍ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اندخوی اتاق رئيس ښاغلي عبدالمجید نیازي يې ملتیا کوله د اورګاډي پټلۍ له رئيس ښاغلي بخت الرحمن شرافت سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په اقتصادي رغښت کې د ریل پټلۍ د اړین رول او راتلونو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د رېل پټلۍ د رئيس هڅې او لاسته راوړنې وستايلې او د اورګاډي پټلۍ جوړول يې د اقتصادي ودې او پرمختګ، د سوداګرو د وارداتي او صادراتي کارګو په چټک لېږد او د کار پيدا کولو برخه کې يې اړین وبلل.
نوموړي د هېواد د سوداګرو د مالونو د لېږد لپاره د اورګاډي پټلۍ کارول ارزانه او ګټوره وبلله.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اورګاډي پټلۍ پر وړاندې د حیراتان د بندر د بیا پرانستلو د هرکلي په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو کې د خدمتونو د معیاري کولو، د حیرتان او اقینې په بندرونو کې د عصري وسایلو او اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.  

ښاغلي الکوزي د هېواد په اقتصادي وده کې د اورګاډي پټلۍ د اهمیت او د هېواد د خصوصي سکتور د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ریل پټلۍ جوړول د هیواد د ودې او پرمختګ، د مالونو د لیږد د اقتصادي لګښت او د د هیواد د لویو لارو د نښلولو نقطه ده او د هیواد خصوصي سکتور باید د اورګاډي پټلۍ له ادارې سره همکاري وکړي تر څو راتلونکي عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي عبدالمجید نیازي د اورګاډي پټلۍ له رئیس سره د حیرتان او اقینې په بندرونو کې شته ننګونې شریکې کړې او په یادو بندرونو کې يې د ودانیو په جوړولو او د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.

ښاغلي بخت الرحمن شرافت د هیواد د اورګاډي پټلۍ د ادارې د فعالیتونو، اوسنیو او راتلونکو پروژو او د دې ادارې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په راتلونکي کې یې د اورګاډي پټلۍ برخه کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو، د آقینې بندر د اورګاړي پټلۍ د ظرفیت لوړولو او راتلونو توسعوي پلانونو څخه خبر ورکړ.