د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د (BRD) مؤسسې د سروې له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي او د هېواد صادروونکو او واردوونکو يې ملتیا کوله د (BRD) مؤسسې د سروې له مسؤل ښاغلي قیس احمد سره د لیدنې په ترڅ کې، د ویزو د صدور برخه کې ستونزو، صنفي جواز او یو شمیر نورو موضوعګانو په اوه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي الکوزي په هېواد کې د ښه امنیت، د کوکنارو نه کښت او په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون ته د اشارې کولو ترڅنګ، د لوړو ګمرکي تعرفو، صنفي جواز او د ویزو اړوند ستونزو یادونه وکړه او یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې یې د ښاغلي قیس احمد د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي احمد د هېواد په اقتصادي رغښت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونه وستایل او په پورته یادو برخو کې يې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.