د افغان - ایران ګډ اتاق رامنځته کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د غزني اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ښځو او کرنې اتاقونو مشرتابه پلاوو غړیو او د هېواد یو شمیر سوداګرو د افغان – ایران ګډ رامنځته کولو په موخه په مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د دواړو خواوو د سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د سوداګریزو خدمتونو د چټکتیا لپاره اساسي اړتیا وګڼله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې و ارزولې او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د لازمو سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ګډ اتاق د جوړېدو خبره وکړه او د دواړو هېوادونو له سوداګرو یې وغوښتل چې د ګڼو سوداګریزو غونډو په جوړولو سره د یاد اتاق د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.

ښاغلي برهان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او ښه والي په لور یو ګام وباله او د ګډ اتاق د جوړېدو لپاره یې د اساسي حل لارو او کړنچارو په ګوته کول اړین وبلل.

د هېواد سوداګرو او پانګوالو د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ اتاق د جوړېدو د پلان په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي له غړو سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د دې اتاق د جوړېدو د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.