د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د نفرایت کان کیندونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمد د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په ملتیا د نفرایت کان شرکت رئیس ښاغلي حاجي جهانزیب او د نفرایت کان کیندونکو سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي جهانزیب هغه ستونزې چې دوی ورسره په ګمرکونو کې لاس او ګریوان دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او په دی برخه کې يې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د دوی د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوند حکومتي په ځانګړې توګه ګمرکي چارواکو سره شریکې او د حل په لارو چارو کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.