د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د برښنايي توکو واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د برښنايي توکو واردونکو اتحادیې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره په امنیتي برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د یادو امنیتي ننګونو په حل کې یې د اتاق د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په دې ناسته کې د سوداګرو د هرکلي او د هغوی د ستونزو د اورېدو پرمهال ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو امنیتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به یې هر ډول لازمه همکاري وکړي.