د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سوداګرو بانکي ستونزې واوریدې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي او ضیاالدین اچکزي، د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمدشاه حکیمي او د جوزجان د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي البرز عطايي په ملتیا د اوسپنې د ویلي کولو اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالنصیر رشتیا او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، په میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو بندیدو، یادې ستونزې ته د حل لارې پیدا کولو او په دی برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

محترم عبدالنصیر رشتیا په میوند بانک کې د هیواد د سوداګرو د پیسو د بندیدو او د هغوی پیسو ته د هغوی د نه لاسرسي په اړه وویل: د هیواد سوداګر په میوند بانک کې د خپلو پیسو د بندیدو له امله د نغدینګۍ د شدید کمښت سره مخ دي چې یاده چاره د ډیرو ستونزو رامنځته کولو سربیره، سوداګر ناتوانه کوي څو په کور دننه او بهر خپلې سوداګریزې کړنې او فعالیتونه ترسره کړي.  

نوموړي د دوی د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره همکارۍ ستایلو ترڅنګ، د دې ستونزې د حل په برخه کې له اړوندو دولتي ادارو سره د اتاق د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو رول ارزښتناک وباله او د سوداګرو او پانګوالو د پیسو بندېدل یې د اندېښنې وړ او د هېواد اقتصاد ته سخت زیان وباله.

ښاغلي مهمند د میوند بانک څخه د هېواد د سوداګرو د پیسو راخلاصول د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل او په دې برخه کې یې د اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.