د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د مانا شرکت رئیس ښاغلي غلام فاروق مهمند يې ملتیا کوله، د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د پیسو د انتقال ستونزې، د هېواد سوداګرو لپاره د ویزو د صدور برخه کې شته ستونزو او د بیخبنسټیزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند وویل "سره له دی چې، په هېواد کې ټولیز امنیت راغلی، د کوکنارو کرکیله پای ته رسیدلې او اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو د پیسو انتقالاتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د ودې اساسي عنصر ګڼو او په دی برخه کې د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه کوو."

ښاغلي مهمند د سوداګریزو راکړو ورکړ، برښنا تولید او د کانونو استخراج برخه کې، د بانکي خدماتو معیاري کول اړین وبلل او یاده چاره يې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره برخلیک ټاکونکې وبلله او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښته يې وکړه.

آغلې دینای بوګاس د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او پورته یادو مواردو په اړه يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.