د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شلمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې شلمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي، جان آقا صادقي، ضیاءالدین اچکزي، احمد شکیب احمدیار او بهادر خیرخواه او د اتاق عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې، په اجنډا کې شاملې موضوعګانې، د نولسمې ناستې مصوبات او د نولسمې ناستې صورت جلسې لاسلیک ګډون والو ته د ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا وړاندې کړی شول.  

ورپسی د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث او لازمې پریکړې ونیول شوې.