د ایران هیواد خاص استازي او سفیر سره د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق تعارفی ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق  مشرتابه پلاوي، ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی احمد حسن كاظم قمی د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړۍ استازۍ او په كابل كې د هغه هیواد سفیر، او له دوی سره مل دیپلوماتانو، لوړ پوړو دولتی چارواكو او د ملی سوداګرو  په شتون کې تعارفی غونډه  په كابل ستار هوټل كې ترسره کړه.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، ښاغلی احمد حسن كاظم قمی او د هغه همكارانو ته يې ښه راغلاست وویل او د دواړو هیوادونو اړیکې یی حسنه او نیژدې وبللې او پدې برخه کې د ایران هیواد د همکاریو په خاصه توګه د ایران سفارت نه يې مننه وکړه.

ښاغلي مهمند، د هیواد اوسني شرایط یې  د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مساعد وګڼل او د ایران هیواد له سوداګرو یې غوښتنه وکړه ترڅو د ګډو ارزشونو په نظر کې نیولو سره د شته فرصتونو نه حداکثری استفاده وکړي او په بیلابیلو برخو کې لکه: د کانونو استخراج، د برښنا انرژی تولید، د زراعت او کرنې تقویت  او صحی خدماتو معیاری کول د خصوصی سکټور په همغږی سره پانګونه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال، واردات له ایران هیواد نه یې په مراتبو ډیر د افغانستان صادراتو په مقابل کې يې وګڼل او پدې هکله يې د ایران له خاص استازي او سفیر نه غوښتنه وکړه چې د ګډو پروګرامونو په لاره اچولو سره همکاری وکړی ترڅو د صادراتو او وارداتو مینځ کې تناسب را منځته شي.

ښاغلي مهمند، د اوسپنې پټلۍ، د هیواد په صادراتو د تعرفې برطرف کیدل، د دواړو هیوادونو  ګمرکي خدماتو معیاری کول او افغانۍ سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازم تسهیلات راوستل یې د دواړو هیوادونو د راکړې ورکړې د لا ډیریدو مهم مسایل وګڼل او پدې برخه کې د پاملرني او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي رحمت الحق فضیل د بهرنیو چارو وزارت معین، د ایران هیواد خاص استازي او سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړي هیواد د همکارۍ قدردانی وکړه، او د حکومت پالیسي یې د توازن او اقتصادي مزیت په اساس استواره وګڼله، د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په بهبود باندی ټینګار وکړ.

ښاغلۍ احمد حسن كاظم قمی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، څخه د دې ناستې لپاره ستاینه وكړه او افغانستان یې ورور، دوست او د ګډو ارزښتونو هیواد وګاڼه.

ښاغلي قمی وویل: ددې لپاره چې د دواړو هیوادونو منافع او تهدیدات ګډ دی او دا هیوادونه له ممتاز جغرافیوي موقعیت څخه برخمن دی، نو له دې کبله د ایران سیاست د افغانستان په هکله د ددې هیواد د خلګو د حمایت او ملتیا په اساس ولاړدي.

د ایران خاص استازي او سفیر، د افغانستان د اساسۍ  پروژو د جوړیدو، د دوو هیوادونو په سوداګریزو قوانینو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو، په ګډو مرزونو او مناطقو کې د بادی برښنا د تولید په برخه کې تمرکز او د افغانی او ایرانی سوداګرو په نښلولو باندی ټینګار وکړ.

ښاغلي قمی، د ایران اسلامی جمهوری هیواد د هر اړخیزو همکاریو لکه: د کانونو د استخراج، د لازمو تجهیزاتو فراهم کول د کانونو په استخراج کې، افغان تاجرانو ته د یو کلنو ویزو صادرول، تخصصی افغاني ګروپونو ته د  کرنې، صنعت او د انرژی تولید په برخه کې زدکړه ورکول، د درملو د کارخانو جوړول او د اوسپنې لارې جوړولو په برخه کې ډاډ ورکړ.

پدې ناسته کې، د پورته ویناوالو تر څنګ، ښاغلیو: قدرت الله جمال د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، صدراعظم د کرنې او مالدارۍ وزارت معین، سعید د ګمرکاتو معین، فیض الله د سټنډرد ادارې ریس، مذهبی د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، او د مدیره پلاوي غړي هر یو ښاغلیو: شیرین آغا سخی د مدیره پلاوي مالي ریيس، سیدجاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو ریيس، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشا ریيس ، خانجان الکوزی، ذکریا بریالی د مدیره پلاوي غړي، میرویس هوتک د هیات عامل ریاست سرپرست او مالي او اداري مرستیال، احمدشاه حکیمی د کابل اتاق د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال، او عبدالرحمن زیرک د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیه غړي حضور درلود.