د (عالیست افغانیست) په نوم نندارتون د جلال آباد په ښار کي پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي، دننګرهار ښاغلي والي، دکرنې وزارت ښاغلي معین، د اتاق د عامل مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، دننګرهار ولایت دصنعت او سوداګرۍ رئيس، او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د «عالیست افغانیست  » نندارتون چې د جلال آباد په ښار کې جوړ شوی وه، د پرانستې مراسمو کې يې د ګډون ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو څخه د اتاق ملاتړ اعلان او د نندارتونونو د جوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون په جوړیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، له ټولو سکتورونو څخه چې د دغه نندارتون په تنظیمولو کې یې فعاله ونډه اخیستې وه مننه وکړه او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وبلل او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هېواد له تولیدي صنایعو څخه یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نوموړي ننګرهار ولایت دکرنې او موقیعت لمخې د ګټور بللو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو پر کارولو ټینګار وکړ او د خصوصي سکتور له غړیو يې وغوښتل چې د خپل اتفاق او اتحاد په ساتلو سره د هېواد اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو ملاتړ برخه کې خپل اړین رول ولوبوي.   

په دغه نندارتون کې ۱۲۰ شرکتونه خپل محصولات لکه: لاسې صنایع، وچې او تازه میوې، قیمتي ډبرې او غیرالکولي مشروبات د دری ورځو لپاره نندارې ته ږدي.