د افغانستان او ایران دویمه سوداګریزه ناسته

د ایران- افغانستان دوهم شوروم او سوداګریزه ناسته د «تسهیل ګران تجارت فکر فردا» موسسې په واسطه او د افغانستان- ایران ګډ اتاق، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکاری د سلواغې په ۱۷ د ۱۴۰۱ هجری کال، د ایران هیواد په مرکزتهران کې ترسره شوه.

ښاغلی محمد یونس مهمند، د سودارګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، د یوه لوړپوړي سوداګریز هیات په رأس کې، پداسې حال کې چی د مدیره پلاوي غړی او د نفت او ګاز کمیتې رئیس ښاغلی جان آقا صادقی او ښاغلی عبدالمتین قلندری د نظارهیات منشی او د غزنی اتاق رئیس حضور درلود ایران هیواد ته دسفر په ترڅ کې یې د ایران-افغانستان په دوهمه سوداګریزې ناسته کې ګډون وکړ او د سوداګریزو مذاکراتو او خبرو اترو، د سوداګریزو همکاریو د تړونونو، د ګډو ناستو جوړولو او د عملی ګامونو اخیستلو په تړاو، بحث او خپل نظر یې وړاندی کړ.
 
پدې ناسته کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ پلاوي د ګډون تر څنګ، د ولایتی اتاقونو د مدیره پلاوي غړیو، د اقتصادی اتحادیو او انجمنونو مسوولانو، د تجارتی او صنعتی لویو شرکتونو ریسانو هم حضور درلود او د ایران هیواد له خوا د دولتی چارواکو، د اقتصادی او سوداګریزو نهادونو لوړ پوړو چارواکو، کرنې، صنعت، معادن، پانګونې او د لویو تولیدی شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

ښاغلی محمد یونس مهمند، د دواړو هیوادونو په منځ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو فرصتونو پیژندنه، د ګډو ارزشونو تعریف او د مسقیمو سوداګریزو تعاملاتو رامنځته کولو اهمیت یې مهم وباله او پدې برخه کې د هر ډول همکاریو د ترسره کولو اطمینان او ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند، د ایران لخوا په عباس بندر کې د لا ډیرو اسانتیاوو د برابرولو د استقبال ترڅنګ، د چابهار د بندر د ترانزیتی خدماتو په لا معیاریتوب، افغان تاجرانو ته د ویزې او اقامې په برخه کې د لا اسانتیاوو راوستلو باندې ټینګار وکړ، سرتاسری امنیت، د اداری فساد نشتوالی، د کوکنارو دکښت منع کیدل یې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره  خه فرصتونه وبلل. هغه، له ایرانی سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د ګډو ارزشونو په نظر کې نیولو سره د پانګونې په برخه کې لکه د انرژۍ د تولید او د کانونو استخراج کې رغنده رول ترسره کی.

د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، په ایران هیواد کې د افغان سوداګرو د پانګونې په اړه خبرې وکړې وویل: افغان پانګوالو په ایران هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د  ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت  پانګونه کړی ده ولی په مقابل کې د ایرانی پانګوالو د پانګونې کچه  په افغانستان کې ډیره ټیټه ده او له ایرانی سوداګرو یې وغوښتل چې په بیلابیلو بنسټیزو پروژو کې، د سوداګریزو خدماتو معیاري کولو په برخه کې او د روغتیا سکټور د تقویت په برخه کې پانګونه وکړي او د دواړو هیوادونو د سوداګریزو راکړې ورکړې کې مثبت رول ولوبوی.