په تیر نړیوال سیسټم کې د افغان بار وړونکو شرکتونو د غړیتوب میکانیزم په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

په تیر نړیوال سیسټم کې د افغان بار وړونکو شرکتونو د غړیتوب میکانیزم په اړه مشورتي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس ښاغلي لطف الله امیني، د ماليې، ټرانسپورټ او سوداګرۍ وزارتونو استازو، د ترافیکو ریاست او د افغانستان بار وړونکو شرکتونو اتحاديې عامل رئيس په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره او په تیر نړیوال سیسټم کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د څرګند میکانیزم رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وشوې.
 
ښاغلي عطايي افغانستان د آسیا د زړه او د مرکزي آسیا سره د سویلي آسیا نښلوونکې نقطې په توګه ونوماوه او په هېواد کې د تیر سیسټم د خدمتونو معیاري کولو باندی د ټینګار ترڅنګ، د یاد سیسټم تطبیق يې په افغانستان کې خورا اړین وباله.
 
ښاغلي عطايي د افغان بار وړونکو شرکتونو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو او دوی ته د تیر سیسټم د خدمتونو تسریع کولو برخه کې د اتاق ژمنتیا څرګنده کړه.
 
په دی ناسته کې، د ګډونوالو وزارتونو استازو د موضوع اړوند خپل نظرونه څرګند او لازمې پریکړې ونیول شوې.