د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان درملیزو خدمتونو اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د افغانستان درملیزو خدمتونو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ګډ کور وباله او سوداګرو په ځانګړې توګه د درملیزو خدمتونو او درملو واردولو برخې سوداګرو ستونزو هوارولو او دوی ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د اتاق د هڅو یادونه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د درملو د واردولو برخه کې د واردوونکو، درملیزو خدمتونو اتحاديې، اتاق او اړونده حکومتي ادارو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي کاکړ د درملیزو خدمتونو اتحاديې ستونزو حل برخه کې د اتاق د همیشنیو همکاریو ستاینې ترڅنګ، په یاد سکتور کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل په برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.