د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او عصمت الله وردګ، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او د یاد اتاق مرستیال ښاغلي حضرت ولي هډه وال په ملتیا د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

دغه الوداع غونډه چې د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر د کړنو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، افغان سوداګرو لپاره د ویزو صدور برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د ایران او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو غښتلتیا برخه کې د ښاغلي امینیان بې سارې هلې ځلې وستایلې.

ښاغلي مهمند په دوام کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر لا پراختیا، د زیربنایي سکتورونو په ځانګړي ډول د برېښنا تولید، د هېواد د کانونو استخراج، د ریل پټلۍ په جوړولو او کرنې کې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي بهادر امینیان په خپلو خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې څخه د دغې غونډې د ترسره کولو له امله د مننې په څرګندولو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټینګښت او د لا ښه قونسلګرۍ د برابرولو په برخه کې د ایران د سفارت د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه: په تیرو کلونو کې مو تل هڅه کړې چې د ایران د سفارت دروازې د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ خلاصې وساتو او د افغانستان خلکو ته ورته خدمتونه وړاندې کړو. هغه ډاډ ورکړ چې ایران په راتلونکي کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لېواله دی.

همدارنګه په دې کتنه کې محترم نصیر احمد عرب، انجنیر سید جاوید برهان، خانجان الکوزي او عبدالمتین قلندري د ښاغلي سفیر د دندو د قدردانۍ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.