د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د موبل و فرنیچر اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د افغانستان د موبل و فرنیچر اتحاديې له رئیس ښاغلي محمد نعیم رحیمي او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د مالیاتي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي رحیمي د موبل و فرنیچر شرکتونو د مالیاتي چارو تصفیوي ستونزو په ځانګړې توګه د شرکتونو له آدرس څخه دوه ډوله ماليې ورکړې او همدارنګه د صنفي مالیو تر عنوان لاندی د ماليې ورکړې په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې وغوښتل چې د یادو شرکتونو ستونزو حل برخه کې خپلی هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

ښاغلي مهمند د موبل و فرنیچر اتحاديې د رئیس او غړیو ستونزو اوریدو وروسته، د کورنیو با کیفیته موبل و فرنیچر تولیداتو یادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د یادو شرکتونو ستونزې به د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لارو په پیداکولو کې به يې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د یادو شرکتونو څخه وغوښتل چې د موبل و فرنیچر په جوړولو کې د کورنیو خامو موادو په ځانګړې توګه د کنړ ولایت له لرګي څخه ګټه پورته کړي.