په ابن سینا کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ګډون

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي يې ملتیا کوله د آلماني شیر انسټیټوټ لخوا په جوړ شوي آنلاین کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د هېواد د اوبو مدیریت، برښنا تولید، کرنې، روغتیا سیستم او د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د خصوصي سکتور رول په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس د جوړولو په پار د شیلر انسټیټیوټ څخه د مننې په ترڅ کې د هیواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې د انرژۍ د تولید د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې بنسټیز معیار د هېواد د اوبو او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولیدول دي.

ښاغلي مهمند د تېر حکومت د نیمه بشپړو شویو پروژو پر تطبیق او د دغو پروژو د تطبیق لپاره د افغانانو د پیسو په ورکړې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د شیلر انسټیټیوټ رئیسې مېرمن هیلګاه زیپ لیروچي د شیلر انسټیټیوټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د افغانستان د طبیعي بډایه زیرمو یادونه وکړه او ویې ویل: د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د طبیعي زیرمو استخراج او ګټه اخیستنه اړینه ده  او باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

آغلې هیلګا د قوش تپې کانال د کار د پيل د ستاينې ترڅنګ د هېواد د کرنې پر ميکانيزه کیدو او د معياري سړو خونو پر جوړولو ټينګار وکړ.

ښاغلو وحیدالله امین، کریم وطنوال، فاروق اعظم، داوود عظیمي او د شیلر انسټیټیوټ یو شمېر مسوولینو هم د پورتنیو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات او وړاندیزونه یې څرګند کړل.