د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د (ودان) ودانیزو شرکتونو اتحاديې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د «ودان» ودانیزو شرکتونو اتحاديې له رئیس ښاغلي نصیر احمد مستحب سره د لیدنې په ترڅ کې، د حکومت لخوا د یادو شرکتونو د تضمیناتو د نه ورکړې، د مالیاتو د نرخ د لوړوالي او ځینو نورو موضوعګانو په اړه خبر اترې وکړې.
 
ښاغلي مستحب د یادو شرکتونو لخوا د دولتي پروژو د تطبیق په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل: ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو په تیرو کلونو کې د حکومت ډیرې پروژې تطبیق کړي دي خو له بده مرغه د حکومت څخه د خپلو په ترلاسه کولو نه دي توانیدلي. سربیره پردی، د ماليې وزارت د یادو شرکتونو له څښتنانو څخه د پروژو د تطبیق د ماليې غوښتنه کوي چې یاده چاره د ودانیزو شرکتونو څښتنانو لپاره د ډیر شمیر سر دردیو سبب ګرځیدلې ده.
 
ښاغلي مهمند د یادې اتحاديې مسؤلینو د خبرو اوریدو او د دوی د ستونزو د تائید وروسته وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی.
ښاغلي مهمند د حکومت مشرتابه سره د دوی د ستونزو شریکولو او ورته د مناسبو حل لارو پیداکولو برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.