د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري هیات د UNDP اجتماعیی پروګرامونو مسوول سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د عامل ریاست د سرپرست  ښاغلي میرویس هوتک، په حضور کې له ښاغلي ایروین ګیبریل لوپیز، د طبیعی پیښو د مدیریت متخصص ، او د هغه د کاری ټیم سره د لیدنې تر څنګ، د طبیعی ناورینونو د اداره کولو ، د بنسټیزو پروژو د پلی کولو ، پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلی مهمند ، په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان له خلکو سره  د مرستي یی هرکلی وکړ، د هېواد د اقتصادی وضعیت د ښه والی لپاره د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو همکاریو خصوصا، د برېښنا د تولید په ګډون د بنسټیزو پروژو تطبیق او ځینې نور مسایلو غوښتنه وکړه. ښاغلي مهمند، د راتلونکو نندارتونونو په اړه په ځانګړې توګه په نږدې راتلونکی کې معلومات وړاندې کړل او د نندارتونونو لپاره یې د دایمی غرفو په برابرولو کې د نړیوالو بنسټونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلی میرویس هوتک ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ، د طبیعی پېښو پر وړاندې د مدیریت په برخه کې د دې اتاق پلانونه او لومړیتوبونه یی په تفصیل سره تشریح کړل، او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلی ګیبریل لوپیز، د افغانستان د اقتصادی وضعیت د ښه کولو، د طبیعی بحرانونو د مدیریت په اړه د نړیوالې ټولنې د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. او د افغانستان د خصوصی سکتور د ملاتړ په هکله يی د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.