په کابل کې د ترکیې سفارت د سوداګریزې آتشې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غونډه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان سوداګرۍ او پانګوني اتاق د مدیره پلاوي مرستیال په داسي حال کی چی ښاغلي خانجان الکوزی حضور درلود، له محترمو: جانر بوزاق د ترکیی سفارت سوداګریز آتشه، حسین آونی بوتسالی د ۷۷ ګروپ شرکتونو سلاکار،صمد اوزترک د سوداګری بهرنی روابطو مرستیال، د لیدولو تر څنګ د سوداګری او پانګوني په اړه، د شته فرصتونو په پیژندولو او داسي نورو مواردو باندي خبرې اترې وکړې.

ښاغلی محمد یونس مهمند، د سوداګریز آتشی او بهرنیو سودګریزو اړیکو د غړیو د ښه راغلاست ترڅنګ په دوه اړخیزو سوداګری او پانګونې روابطو باندی یی ټینګار وکړ. ښاغلی مهمند، وویل: د بنسټیزې پروژو  لکه د انرژۍ د تولید، د کانونو د استخراج  او د هېواد د کرنې میکانیزه کول یوه حیاتی اړتیا بلل کیږی  او له ترکیې هیواد یی وغوښتل چې په دې برخه کې او د مشترک اتاق د ایجادولو  لپاره بشپړه همکاری وکړی.

ښاغلی خانجان الکوزی ، په داسې حال کې چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د خدمتونو د آسانولو په برخه کې د ترکیې د سفارت د وړ خدمتونو ستاینه کوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کرنیزو ظرفیتونو د مسلکی پېژندنې غوښتنه وکړه. ښاغلی الکوزی په راتلونکی کې د ګډو نندارتونونو په جوړولو ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد سوداګر دې ته وهڅوی چې په راتلونکی نندارتونونو کې ګډون وکړی.

ښاغلی صمد اوزترک د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې ژمنې څرګندې کړې او د ترکیې د بهرنیو سوداګریزو اړیکو د شورا د فعالیتونو په اړه یې د معلوماتو د اتاق رهبری پلاوی ته وړاندې کړه. هغه وویل چې په افغانستان کې د امنیت د رامنځته کولو له امله د ترکیې سوداګر دې ته لیوال دی چې پانګونه وکړی او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړی.

ښاغلی حسین اونی بوتسالی ژمنه وکړه چې د ترکیې سوداګریز پلاوی ته به بلنه ورکړی چې افغانستان ته سفر وکړی او له افغان سوداګرو سره د سوداګریزو او پانګه اچونې اړوند غونډې جوړې کړی تر څو یوې غوښتنې پایلې ته ورسېږی او تفاهم لیک لاسلیک کړی.