د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د (زموږ وطن زموږ تولید) نندارتون د پرانستې مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبدالطیف نظري او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د «زموږ وطن زموږ تولید» نندارتون چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل کې په لاره اچول شوی وه، د پرانستې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو څخه د اتاق ملاتړ اعلان او د نندارتونونو د جوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون په جوړیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له ټولو سکتورونو څخه چې د دغه نندارتون په تنظیمولو کې یې فعاله ونډه اخیستې مننه وکړه، د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وبلل او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هېواد له تولیدي صنایعو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه د کورنیو تولیداتو پر کارولو ټینګار وکړ او له تولیدي شرکتونو یې هم وغوښتل چې خپل تولیدات معیاري کړي.

ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري د اقتصاد وزارت د پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د دغه وزارت پالیسي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر بنسټ ولاړه ده او دولت تل د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا په موخه له خصوصي سکتور سره هر اړخیز ملاتړ کړی دی. سربیره پردی، نوموړي د هېواد د کرنې پر میکانیزه کیدو هم ټینګار وکړ.