خبري کنفرانس او د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون پای

د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون د پایلو په اړه خبري کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او ذکریا بریالي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس ښاغلي احمد الله وثیق، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل، کندهار، ننګرهار او غزني ولایتي اتاقونو مدیره پلاوي غړیو او د کورنیو او بهرنیو رسنیو په ګډون جوړ او د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون پایلو په اړه معلومات وړاندی کړی شول.  

ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د نندارتون په جوړیدو کې د عامل پلاوي د رئیس او د دغه اتاق د کارکوونکو د بی سارو هڅو او د اړوندو دولتي ادارو له همکارۍ څخه مننه وکړه. نوموړي د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتي ادارو، همکارو ادارو، سپانسر شرکتونو او متشبثو میرمنو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د دغه شان ستر نندارتون په جوړیدو کې یې ونډه او همکاري وکړه.

ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د ښې همکارۍ په یادولو سره له حکومت څخه وغوښتل چې د هغو شرکتونو لپاره چې په هېواد کې پانګونه کړې، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د مالیې وزارت له خوا سوداګرو ته د مالیې د معافیت او د پیسو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مایل احمدي د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون په جوړولو کې له ټولو هغو کسانو څخه قدرداني وکړه چې د نندارتون په جوړولو کې يې هڅې کړي او نندارتون يې د کورنیو تولیداتو د پیژندنې او بهرنیو شرکتون سره د پیوستون برخه کې اړین وباله.  

ښاغلي مایل په دغه نندارتون کې د متشبثو ښځو او مسلکي سوداګرو شتون ښه و ارزاوه او په راتلونکي کې یې د دا ډول نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ. هغه دغه راز اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به په بدخشان ولايت کې يو ستر کورني نندارتون جوړ شي.

ښاغلي عطايي د امام ابوحنيفه (رح) د ملي او نړيوال نندارتون د پايلو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: په دغه نندارتون کې څه دپاسه ٥٦٠ ملي او نړيوالو شرکتونو ګډون کړى او په تېرو اوو ورځو کې څه دپاسه ١٢٠ زرو تنو له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې او په بیلابیلو سکتورونو کې د ۳۵میلیونو افغانیو پلور ثبت شوی دی.

هغه د بهرنیو تړونونو په اړه هم معلومات ورکړل او وې ویل: موږ وکولای شول چې د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړو او د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې وتوانیدو چې ملي او نړیوال تړونونه لاسلیک کړو چې د پیسو ارزښت یې ۱۷ میلیونه ډالره دی.

ښاغلي عطايي د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون، همکارو بنسټونو لکه ILO، IOM، DRC او له ټولو هغو سپانسرانو مننه وکړه چې د دغه نندارتون مالي ملاتړ یې وکړ.

خانجان الکوزي د امنیت په تامین کې د امنیتي ادارو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ، د نړیوال نندارتون هوټل مالک ښاغلي لطیفي چې د هوټل ټول تالارونه یې په وړیا توګه برابر کړي وو مننه وکړه او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو لپاره دغه نندارتونون مهم وباله او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دولت په ملاتړ او همکارۍ په ټینګار وکړ.

خبري کنفرانس د مالي سپانسرانو، بیلابیلو سکتورونو او دولتي ارګانونو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.