‎له کابل څخه د چین شانګهای ښار ته لومړۍ مستقیم هوايي کارګو الوتنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د اړوندو دولتي ادارو د همکارۍ په پایله کې او د دغه اتاق او کام ایر هوایی شرکت ترمنځ د نوي تفاهم پر بنسټ له یوې وقفې وروسته د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د هوايي کارګو لومړۍ مستقیمه الوتنه پیل شوه.
‎دغه الوتنه چې ۴۶ ټنه صادراتي توکې په کې وې، د روان کال د چنګاښ په ۱۶ مه نېټه ترسره شوه.

‎د یادولو وړ ده چې د نوي تفاهم له مخې به د هر ‎کیلو صادراتي توکو د لیزد قیمت (۳.۲) امریکايي ډالر وي، چې له کابل څخه د چین شانګهای هیواد ته انتقالیږي او د اوسنۍ د انتقال بیه د پخواني نرخ په پرتله (۴.۵) ټیټه ده.

‎همدارنګه د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهای غیر مستقیم لېږد قیمت د  (۳.۲) امریکايي ډالرو په ارزښت دوام لری.