د کابل ښاروال او د هغه د فرهنګی چارو معین د امام ابوحنیفه (رح) د ملی او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

ښاغلی مولوی عبدالرشید بلوچ، د کابل ښاروال  او ښاغلی مولوی حبیب الرحمن الرحمن نور د کابل ښاروالی فرهنګی معین د اوومې ورځې د امام ابوحنیفه ملی او نړیوال ننداتون څخه په داسې حال کې چې ښاغلی محمد یونس مهمند،د هیات مدیره لومړی مرستیال  او ښاغلی  خانجان الکوزی، د مدیره هیات غړی ورسره ملتیا کوله له بیلالیلو غرفو، کورنیو محصولاتو، شرکتونو نه یی  لیدنه وکړه.

ښاغلی مهمند، ښاغلی عبدالرشید بلوچ ته د هرکلی ترڅنګ د نندارتون، کورنی تولیداتو او د بېلا بېلو داخلی او نړیوالو شرکتونو د ګډون په اړه معلومات وړاندی کړل.

ښاغلی مولوی عبدالرشید بلوچ او ښاغلی مولوی حبیب الرحمن نور د نندارتون له بیلابیلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دې ستر نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه او د دا ډول نندارتونونو جوړول یې د سوداګرۍ ، اقتصادی پراختیا او د کورنیو تولیداتو د ښه معرفی کولو لپاره مهم وګڼل.