د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس د امام ابوحنیفه (رح) د ملی او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس ښاغلی مفتی عبدالمتین سعید د امام ابوحنیفه (رح)  د ملی او نړیوال نندارتون په شپږمه ورځ په داسې حال کې چې ښاغلی خیرالدین مایل احمدی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ  مرستیال ورسره ملګرتیا کوله د کورنیو تولیداتو او غرفو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی مایل احمدی، ښاغلی عبدالمتین سعید، ته د هرکلی ترڅنګ د نندارتون، سوداګریز پیوستون کنفرانس ، کورنی تولیداتو او د بېلا بېلو داخلی او نړیوالو شرکتونو د ګډون په اړه معلومات وړاندی کړل.

ښاغلی مفتی عبدالمتین سعید د نندارتون د مخلتفو برخو لیدنې ترڅنګ، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ، د کورنیو تولیداتو معرفی کول او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وباله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله تقدیر وکړ.