د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې رئیس د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې رئیس ښاغلي هاشف هشام د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په شپږمه ورځ په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي يې ملتیا کوله په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي هاشف هشام ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د نندارتون، کورنیو تولیداتو، سوداګریز پیوستون کنفرانس او په دی نندارتون کې د کورنیو او نړیوالو شرکتونو د ګډون او لیوالتیا په اړه معلومات يې ورته ورکړل.

ښاغلي هشام د نندارتون د مخلتفو برخو لیدنې ترڅنګ، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه.