د کورنیو چارو وزارت معین د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پروسونل معین ښاغلي مولوي نور جلال د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په شپږمه ورځ په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي يې ملتیا کوله په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي مولوي نور جلال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د امنیتي ارګانونو په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت او امنیه قوماندانۍ د ښې همکارۍ څخه مننه وکړه او د نندارتون، کورنیو تولیداتو، سوداګریز پیوستون کنفرانس او په دی نندارتون کې د کورنیو او نړیوالو شرکتونو د ګډون په اړه معلومات يې ورته ورکړل.

ښاغلي مولوي نور جلال د نندارتون د مختلفو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د نندارتون، سوداګرو او پانګوالو د امنیت تامین برخه کې د امنیتي ارګانونو د همکارۍ او ژمنتیا ډاډ ورکړ.
نوموړي د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه.