د اوبو او برښنا سرپرست وزیر د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره کړه

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر ښاغلي عبدالطیف منصور د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په شپږم ورځ په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي يې ملتیا کوله په نندارتون کې د شته غرفو او کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي عبدالطیف ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د نندارتون، سوداګریز پیوستون کنفرانس، کورنیو تولیداتو او محصولاتو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لیوالتیا په نندارتون کې د ګډون لپاره په اړه يې معلومات وړاندی کول.

ښاغلي منصور د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم وګڼل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه.