د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې هېواد له سوداګریز او پانګه ایز پلاوي سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د ترکيې سوداګریز او پانګه ایز پلاوي او د آکسیاد مؤسسې عمومي رئیس ښاغلي فکري قراویل سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګه اچوونکو په اړه خبرې اترې وکړې.  

په پیل کې ښاغلي مهمند افغانستان او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ترکیې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او ترکیې د خلکو او هېواد ترمنځ یې د ښو او دوستانه اړیکو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ترکیې مرستې، خدمتونه او پانګونې وستایلې.

ښاغلي مهمند ښه امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو په ځانګړي ډول ترکي پانګوالو ته د فرصتونو یادونه وکړه او دغه پانګونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په ټینګښت کې مهمه وبلله.

ښاغلي خانجان الکوزي په ترکیه کې د افغانانو پراخې پانګونې، له ترکیې سره د سوداګرۍ زیاتوالي ته اشاره وکړه او په افغانستان کې یې د ترکانو پانګونې په ځانګړي ډول د کانونو، کرنې، انرژۍ تولید او نورو چارو کې د پانګونې غوښتنه وکړه. نوموړي د ګډو نندارتونونو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په ګټه وګڼل او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې پلاوي رئیس ښاغلي فکري قراویل په هېواد کې د ښه امنیتي چاپېریال رامنځته کېدل مهم وګڼل او هیله یې څرګنده کړه، چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې به ښې لاسته راوړنې ولري. هغه زياته کړه: د تېر کال په اوږدو کې يې څو نور سفرونه هم کړي او له دولتي چارواکو سره يې د پانګونې په برخه کې خبرې کړې دي.

د دغې غونډې په بله برخه کې د اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د پانګونې د یادولو په ترڅ کې د کانونو، کرنې، انرژۍ تولید او نورو زیربنایي سکتورونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. هغه د هغو هڅونو او اسانتیاوو په اړه چې د حکومت له خوا د سوداګرو او پانګوالو لپاره برابرې شوې دي د خبرو کولو ترڅنګ، ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

ورپسې د ترکیې سوداګرو او پانګوالو هر یو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د تخنیکي او معلوماتي پوښتنو تر څنګ یې په افغانستان کې د ګډې پانګونې په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي عطايي د سوداګرو او پانګوالو پوښتنو ته چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، برېښنا تولید او نورو چارو په اړه یې معلومات غوښتي ځوابونه ورکړل او د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې د اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

له غونډې وروسته ترکي پلاوي د امام ابوحنيفه (رح) له ملي او نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه او د افغانستان د توليدي شرکتونو له مسوولينو سره يې خبرې اترې وکړې.