د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پنځمه ورځ په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي يې ملتیا کوله په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي د نندارتون د مختلفو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه او په راتلونکی کې يې د ورته سترو نندارتونونو جوړولو برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه.