په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په ملتیا امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون ته د ایران سفارت مرستیال ښاغلي حسین مرتضوي راتګ نیک وباله او د یاد نندارتون، ګډون کوونکو سکتورونو او کورنیو محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
 
ښاغلي سیدحسین مرتضوي د نندارتون له بېلابېلو برخو او کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره مهم وبلل.
نوموړي د دغه شان ستر نندارتون د جوړېدو له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ، د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.