د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور او بانکونو کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هریو محمد داود یوسفزي او محمد ګردیزي، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي عبدالطیف نظري، د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي عبدالقاهر ادریس، د افغانستان نړیوال بانک عامل رئیس ښاغلي جوزف کاراسو، د افغانستان بانکونو اتحاديې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په ملتیا او د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د خصوصي سکتور او بانکونو کنفرانس چې د انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شوی وه، د ګډون ترڅنګ، د بانکدارۍ برخه کې د خصوصي سکتور شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په بانکونو کې د سوداګرو او د خصوصي سکتور ځینو شرکتونو زیرمه شویو پیسو او د دوی نه لاسرسی دی پیسو ته، په بانکونو کې د نغدینګۍ کموالي او د خصوصي سکتور هغو شرکتونو پیسو په اړه چې د حکومت مختلفې پروژې يې په نیمه یا بشپړ ډول تطبیق کړي دي خبرې وکړې او د حکومت څخه يې د یادو ستونزو حل غوښتنه وکړه.
 
هغه زياته کړه، هغه سوداګر او د خصوصي سکټور غړي چې خپلې پيسې يې په بانک کې جمع کړي دي، که اړتيا وي، نو نه شي کولى چې د اړتيا په اندازه له خپلو زېرمو څخه پيسې وباسي، چې دا کار د خصوصي متشبثينو د سوداګريزو راکړو ورکړو او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
 
محترم خیرالدین مایل بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د اخیستلو په موخه د پیسو د انتقال ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد سوداګر د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د بانکونو له لارې د پیسو د لېږد له ستونزې سره مخ دي او د دغو پیسو ډېره برخه د صرافیو له لارې ترسره کیږي چې د سوداګرو لپاره ډیر ګران تمامیږي.
 
محترم نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د یوه اغیزمن میکانیزم په جوړولو سره به هڅه وکړي چې د سوداګریزو توکو د اخیستلو په موخه د پیسو د لیږد په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته د حل لاره ومومي.
دغه راز د افغانستان بانک عمومي رئیس عبدالقهار ادريس هم د افغانستان بانک د اوسنيو پلانونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلي خان محمد سرفراز باز د خصوصي سکتور د غړو له خوا مطرح شوې پوښتنې او ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړې، او د هغوی له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.