د دولت لوړ پوړو چارواکو د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د ماليې وزرات سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ښاغلي عطاءالله عمري د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون او پکې د کورنیو او بهرنیو تولیداتو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې لپاره د بهرنیو پانګه والو هڅونې، د هېواد اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو د پیژندګلوۍ برخه کې د ورته نندارتونونو جوړول ازرښتمن وبلل.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ماليې او کرنې وزارتونو سرپرستانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد بی ساري نندارتون جوړولو برخه کې د حکومت هر اړخیز ملاتړ وستایه او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ او پانګولۍ برخه کې په لا ډیرې همغږۍ رامنځته کیدلو ټینګار وکړ.