د هندوستان او قزاقستان سفارتونو سرپرستانو د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په دریمه ورځ په کابل کې میشت د هندوستان سفارت سرپرست ښاغلي بهارت کمار کوتاتي او د قزاقستان سفارت شارژدافیر ښاغلي بختیار په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند يې ملتیا کوله د نندراتون د مختلفو غرفو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق ددغه نوښت چې داسی بی ساری نندارتون يې جوړ کړی او بیا په یاد نندارتون کې د خصوصي سکتور پراخه ګډون ستاینه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي کوتاتي او ښاغلي بختیار ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ، د هېواد د کورنیو محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات ورکړل او په نږدی راتلونکی کې يې د ګاونډیو هېوادونو سره د ورته ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.