د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتنبایوا د راتګ هرکلی وکړ او د یاد نندارتون، برخه اخیستونکو سکتورونو او کورنیو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
 
آغلې روزا اوتنبایوا د کورنیو تولیداتو او مختلفو سکتورونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د ورته نندارتونونو د په لاره اچولو په پار مننه او ستاینه وکړه او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ او د هېواد د اقتصادي پراختیا برخه کې اړین وبلل.