د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس په کابل کې ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په دویمه ورځ د افغان سوداګرو او پانګوالو او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس جوړ کړ.

په دی کنفرانس کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مدیره د پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان، ترکيې او پاکستان هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي مهمند د دې کنفرانس میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغو شرکتونو او موسسو څخه یې هم مننه وکړه چې د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په جوړولو کې یې مالي ملاتړ کړی او هیله مندي یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د نورو سترو او ګډو نندارتونونو د جوړېدو شاهدان واوسو.

ښاغلي مهمند ښه امنیتي وضعیت او شته فرصتونه د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګټور وبلل او له افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي، د پانګونې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.

په همدې موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار ښاغلي محمد ولي وزیري د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او د سړو خونو د جوړولو په برخو کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې سوداګر او پانګوال پانګونې ته وهڅول.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د سوداګریزو اړیکو د دغه کنفرانس له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په ګډو همکاریو تمرکز کولو ترڅنګ، د دوه اړخیزو بحثونو په پایله کې سوداګریز هوکړه لیکونو ترسره او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سوداګریزه ناسته به ښې او ګټورې پایلې ولري.

ښاغلي سلطان محمد صافي د دغه ستر نندارتون د بریالیتوب په خاطر د دغه اتاق د کارکوونکو له هڅو څخه د مننې په ترڅ کې له افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې په هېواد کې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره ګډه پانګونه وکړي.

په دې کنفرانس کې همدا راز د ترکیې، پاکستان د سوداګرو، صنعتکارانو او د افغانستان د کرنې اتاق استازو هم د سوداګرۍ او پانګونې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د امام ابو حنیفه (رح) د نندارتون جوړولو په پار مننه او ستاینه وکړه.  

د سوداګریز پیوستون په دې کنفرانس کې به د کانونو، تېلو او ګازو، کرنې، صادراتو او وارداتو، بانکدارۍ، روغتیا او لاسي صنایعو د سکتورونو افغان، ترکي او پاکستاني سوداګر د B2B په ناسته کې د ننګونو او سوداګریزو فرصتونو او پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړي او په بیلابیلو سکتورونو کې د سوداګریزو تړونونو لاسلیک کولو ته چمتووالی څرګند کړ.