د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي اتلسمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي اتلسمه ناسته د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني، بهادر خیرخواه، ضیاءالدین اچکزي او احمد شکیب احمدیار په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په دی ناسته کې د مدیره پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود.

په پیل کې، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اجنډا موضوعګانې ګډون والو ته وړاندې کړې.

ورپسی د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل.
په پای کې، د مدیره پلاوي په ناسته کې، د اجرائیه کمېټې د ۲۱مې ناستې مصوبات تائید او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث او لازمې پریکړې ونیول شوې.