د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کابل – کندهار لويې لارې د لارښودونکو لوحو په پرانست غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ښاغلي مولوي سعدالدین سعید او د لایف سټار ګروپ شرکت رئیس ښاغلي محمد یوسف مهمند په ملتیا د کابل – کندهار لويې لارې د لارښودونکو لوحو په پرانست غونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي محمد یوسف مهمند د لایف سټار ګروپ شرکت د کابل – کندهار په لویه لاره کې د لارښودونکو لوحو د نصبولو نوښت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه: دا چې ګران هېوادوال وکولی شي چې د کابل – کندهار د لويې لارې په اوږدو کې وهل شوی او پاتی واټن، د سیمو نومونه او د کیلومتر په حساب ځمکنې واټن ښه وپیژني، موږ د الله سبحانه وتعالی نومونه د لارښودونکو لوحو په شکل په دې لویه لاره کې نصب کړل.
 
ښاغلي مولوي سعدالدین سعید په لویو لارو کې د مسافرینو د عامه پوهاوي په موخه ددی ډول لوحو رول اړین وباله او د لایف سټار شرکت ددی نوښت ستاینه يې وکړه.
ښاغلي خان جان الکوزي د لایف سټار شرکت ددی نوښت د ستاینې ترڅنګ، د خصوصي سکتور نورو غړیو څخه وغوښتل چې د هېواد په نورو لویو لارو کې دا ډول لارښودونکې لوحې نصب کړي.