د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د پاکستان سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړيو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاء الدین اچکزي، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي د په کابل کې میشت د پاکستان سوداګریزې آتشې ښاغلي ډاکټر کوثر علي زیدي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ ستونزو، د ویزو د صدور برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمیر نور مسائلو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د پاکستان سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډو پانګه اچونو او ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو په حل ټینګار وکړ. همدارنګه د سوداګرۍ په بهیر کې يې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ د بهیر د تسریع او په دی برخه کې د قوت او ضعف نقطو، شته فرصتونو او ننګونو پيژندلو په موخه، د افغانستان او پاکستان اتاقونو ترمنځ د منظمو ناستو ترسره کول اړین وبلل.
ښاغلي ډاکټر کوثر علي زیدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د ویزو د صدور برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
 
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او پانګه اچونه د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ترسره شي او په دی برخه کې باید هڅه وکړو چې خپلې سوداګریزې اړیکې لا پسې ښې کړو.
په دی ناسته کې ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، انجنیر سید جاوید برهان، شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړيو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاء الدین اچکزي د سوداګریزو، ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو، د ویزو د صدور بهیر، د سپین بولدک – چمن د بندر بندیدلو او د سوداګرۍ برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.