د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د نړیوال بانک له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د نړیوال بانک له مسؤلینوسره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د سوداګریزو ننګونو، شته فرصتونو او د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل په برخه کې د کړنلارو پیژندنې په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی ناسته کې چې د اتاق د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم ګډون درلود، ښاغلي عطايي د نوي نظام له منځته راتګ څخه وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د خصوصي سکتور د ملاتړي په توګه تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر فعال وساتي.
 
ښاغلي عطايي په تیر یو کال کې د اتاق د فعالیتونو لکه: حکومت او نړیوالو ادارو ته د خصوصي سکتور د پیشنهادي کڅوړې ترتیب او تنظیم، د کال د تر ټولو ښو صادروونکو د پيژندنې په موخه د کنفرانس جوړولو، د هوايي دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو بیا پیل او د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په لاره اچولو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې یادې کړنې يې د هېواد د سوداګرو او پانګه والو د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.
 
سربیره پردی، ښاغلي عطايي د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل په موخه د اړوندو حکومتي ادارو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نړیوالو بسپنه ورکوونکو د همغږۍ په پایله کې د پالیسۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د نړیوال بانک مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د راپورونو له اوریدلو وروسته، د سوداګرۍ او پانګه اچونې فعالیتونو په تیزوالي د ټینګار ترڅنګ، په دی برخه کې د نړیوال بانک د همکاریو څخه ډاډ ورکړ.