د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له معین سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په ملتیا د کورنیو چارو وزارت له سیاسي معین ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون د په لاره اچولو، د سفارتونو په بلنه کې د یاد وزارت همکارۍ، د بهرنیو ديپلوماتانو لپاره د تشریفاتي مسائلو تنظیم، سفارتونو ته د نندارتون په اړه د معلوماتو او همغږۍ په پار د ناستې جوړولو او یو شمیر نورو مسائلو باندی بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند افغان سوداګرو ته د چین ویزې ترلاسه کولو برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ او لازمو آسانتیاوو رامنځته کول، د بهرنیو هېوادونو اتاقونو لکه سارک، ایکو او د اسلامي نړۍ هېوادونو اتاقونو ته د خبر رسونې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت رول اړین وباله او بهرنیو ملمنو ته د ویزې آسانتیاوو برابرولو باندی د ټینګار کولو ترڅنګ، وویل: د کورنیو محصولاتو د لا ښې پیژندې په موخه په نندارتون کې د بهرنیو ادارو او سفارتونو ګډون مهم دی.
 
نوموړي د کورنیو چارو له وزارت څخه د بهرنیو سفارتونو او ادارو د نومونو لست وغوښت څو په بنسټ يې بلنلیکونه ترتیب او تنظیم کړي.
ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون په اړه بهرنیو ادارو او اتاقونو ته د خبر رسونې په پار د یاد وزارت له همکارۍ ډاډ ورکړ او د ورته نندارتونونو په لاره اچول يې د هېواد د کورنیو محصولاتو د لا ښې پیژندنې په برخه کې اړین وبلل.
نوموړي ژمنه وکړه چې ټولو هغو بهرنیو ملمنو ته چې په نندارتون کې د ګډون په نیت راځي، د ویزې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.