د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم جهاد ارګین آی، سره ولیدل او د سوداګریزو اړیکو ، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې ، د ترکیې د شرکتونو د سوداګریزو موضوعاتو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
 
ښاغلی محمد یونس مهمند، د مسیاد په پروګرام کې د ګډون لپاره افغان سوداګرو ته د ویزې د خدمتونو د آسانتیاوو څخه مننه وکړه او د امام ابوحنیفه "رح" د ستر ملی او نړیوال نندارتون د جوړولو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی مهمند، پدی ننداتون کی د ترکیې د سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون یې ټینګار وکړ وویل: دا نندارتون د افغانستان د تولیدی ، صنعتی او کانونو د ښه معرفی کولو لپاره په لاره اچول کیږی، چې د ترکیې سوداګراو پانګوال باید په کې ګډون وکړی.
 
ښاغلی مهمند، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالی په اړه خوشبینی څرګنده کړه او د افغان سوداګرو لپاره یې د ویزې د ورکړې د پروسې د آسانتیا غوښتنه وکړه څو سوداګر په اسانۍ سره سفر وکړی.
ښاغلی جهاد ارګین آی، په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د ترکیې سوداګرو او پانګه اچونکو د هڅونې ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه اچونې د اړیکو پر ځواکمنتیا یې ټینګار وکړ. ښاغلی سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونه په جوړولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د آنلاین غونډو جوړول مهم وګڼل.