د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په ملتیا په کابل کې د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې ښاغلي دوکتور حسین روستايي او د ایران سوداګر او صنعت کار ښاغلي شهیدي سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو کې د وړتیا لوړونې او د ایران څخه د وارداتي محصولاتو د کیفیت کنټرول په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو برخه کې د اتاق د هلو ځلو یادونه وکړه او وی ویل: موږ هڅه کوو چې د سوداګرۍ او پانګه اچونې زیاتوالي برخه کې ګړندي ګامونه پورته او د دواړو هېوادونو ملي ګټې او په دی برخه کې متعددې ناستې اړینې بولو.
 
نوموړي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات وړاندی او د ایراني شرکتونو څخه يې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته کیږدي.
ښاغلي الکوزي د برښنايي سیستمونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او وی ویل: د افغانستان او ایران ترمنځ په ګډو بندرونو کې باید وړتیا لوړونه رامنځته کړی شي څو د وارداتي توکو د کیفیت او کمیت څخه ډاډ ترلاسه او دا چې الکترونیکي سیستمونه په بندرونو کې د کیفیت د کنترول برخه کې اړین رول لوبوي.
 
ښاغلي روستايي په بندرونو کې د الکترونیکي سیستمونو رامنځته کولو او په دی برخه کې يې د خپلو هلو ځلو په اړه د خبرو کولو وروسته وویل: اوس تر بل هر وخته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او پانګه اچونې زیاتوالي فرصت او زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو چې د سوداګرۍ او پانګه اچونې بهیر لا پسې ګړندی کړو.