د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد سویل لویدیځې حوزې تیلو او ګازو واردوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد سویل لویدیځې حوزې تیلو او ګازو واردوونکو هر یو ښاغلي عبدالمنان فراهي او محمد جانان فراهي او د دی سکتور یو شمیر سوداګرو سره په مرکزي اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې، د تیلو او ګازو واردولو برخه کې ستونزو، د نورم او سټنډرډ ستونزو او د هېواد په بندرونو کې د تیلو او ګازو ټانکرونو د توقف ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عبدالمنان فراهي د هېواد په بندرونو کې د تیلو او ګازو ټانکرونو د توقف په اړه خبرې وکړې او وی ویل: د هېواد د تیلو او ګازو واردوونکو سوداګرو یو شمیر ټانکرونه د هېواد په ګمرکونو کې له شپږ میاشتو راهیسي بند پاتی دي چې دا چاره د یادو موادو د سوځیدو، وخت ضایع کیدو او سوداګرو ته اضافي لګښت رامنځته کیدو سبب ګرځي.
نوموړي له دولتي چارواکو څخه وغوښتل چې دې برخې ته د جدي پاملرنې کولو ترڅنګ، ټانکرونو ته د ورود اجازه ورکړي.

ښاغلي مهمند د ستونزو اوریدو او د ټانکرونو په خلاصیدو د ټینګار کولو وروسته وویل: زموږ د سوداګرو د ټانکرونو توقف زیانمنونکی دی او موږ غواړو چې په دی برخه کې لازم ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي مهمند د تیلو او ګازو په لوړ کیفیت د ټینګار کولو ترڅنګ، ددی سکتور له سوداګرو وغوښتل چې تیل او ګاز د نړیوالو او د هېواد د نورم او سټنډرډ ادارې د معیارونو مطابق وارد کړي.

د اتاق لومړي مرستیال د هېواد اقتصادي کمیسیون له مسؤلینو سره د تیلیفوني اړیکې په ترڅ کې، د یادې موضوع په حل کې د اتاق له همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د تیلو او ګازو سوداګرو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.