د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې له وزیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار ولایت د سوداګری او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي صدیق مهمند، د کندهار ولایت اتاق ستر سلاکار ښاغلي شرف الدین، د یاد اتاق مدیره پلاوي غړیو، سوداګرو او پانګه والو په د ماليې وزیر ښاغلي هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو موضوعګانو، په ګمرکونو د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د سترو مالیه ورکوونکو ستونزو او د سترو شرکتونو مالي اسنادو د څیړنې په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د هېواد د سویل سوداګرو ستونزو حل برخه کې د مالیې وزارت له بی سارو هلو ځلو ستاینه وکړه او وی ویل: د ماليې وزارت د پریکړې سره سم د سترو شرکتونو د مالیې اسناد باید د څیړنې په موخه مرکز ته واستول شي چې دا چاره د ډیر وخت د ضایع کیدو او ډیر ستونزو رامنځته کیدو سبب ګرځیدلی دی. موږ غواړو چې د سترو شرکتونو مالي اسناد په ولایت کې دننه د څیړلو اجازه راکړل شي.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند د بانکونو له لارې د مالياتي حسابونو د تصفيې په اړه خبرې وکړې او وی ویل: دولت باید د سوداګرو د هغه شتمنیو څخه چې په بانکونو کې يې لري، د دوی د مالیاتي تصفيې پروسه ترسره کړي چې دا چاره سوداګرو ته د ډیرو آسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ، د مالياتي تصفيې روڼتیا تضمینوي.
 
ښاغلي هدایت الله بدري د اتاق د مشرتابه پلاوي له لوري د ستونزو او وړاندیزونو اوریدو وروسته، سوداګرو ته د معیاري خدمتونو وړاندی کولو برخه کې د ماليې وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او سوداګرو او پانګه والو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.