د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کندهار ولایتي اتاق له رئیس او د مدیره پلاوي له غړیو سره يې لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په ملتیا د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، کندهار ولایتي اتاق د سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس ښاغلي عبدالاحد صدیقي، د کندهار اتاق د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي عبدالله ایوبي، حافظ عبدالظاهر، د کندهار اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، د کندهار ولایتي اتاق ستر سلاکار ښاغلي محمد کرزي، د کندهار اتاق د درملیزو خدمتونو کمېټې رئیس ښاغلي عبدالبصیر پیمان، د کندهار ولایتي اتاق د خوړنیزو توکو کمېټې رئیس ښاغلي حاجي باز محمد، د دولت سره د اړیکو کمېټې رئیس ښاغلي حافظ عبدالشاکر، د کندهار ولایتي اتاق د ودانیزو کارونو کمېټې رئیس ښاغلي حاجي بحرالدین او د یاد ولایتي اتاق د مدیره پلاوي یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، په کندهار کې د سوداګرۍ د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي صدیق مهمند په کندهار کې د پانګه اچونې، صادراتو او وارداتو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل: د کندهار ولایتي اتاق تل هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي په دی برخه کې د ځینو ستونزو یادولو ترڅنګ، د مرکزي اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
 
ښاغلي مهمند د کندهار ولایتي اتاق رئیس او مدیره پلاوي غړیو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، وویل: د کندهار ولایتي اتاق تل د سوداګرۍ او پانګه اچونې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او اغیزمن کارونه يې ترسره کړي دي.
ښاغلي مهمند د کندهار ولایتي سره د مرکزي اتاق د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې وویل: په هېواد کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او حکومت ترمنځ د همکارۍ ښه فضا رامنځته شوی او موږ د هېواد څخه دباندی میشتو سوداګرو او پانګه والو څخه غواړو چې هېواد ته راستانه او په هېواد کې په بشپړ ډاډ او اطمینان سره پانګونه وکړي.
 
ښاغلي عطايي د کندهار ولایتي اتاق د هڅو او فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ، وویل: د کندهار ولایتي اتاق د افغانستان د نورو ولایتي اتاقونو په منځ کې یو له ډیرو ښو او فعاله اتاقونو څخه دی چې تل يې د سوداګرۍ وضعیت، د سوداګرۍ او پانګه اچونې بهیر په ښه والي کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي د کندهار ولایتي اتاق د شته ستونزو حل برخه کې د مرکزي اتاق له همکاریو ډاډ ورکړ.