د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې ښاغلي دوکتور روستايي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ او پانګه اچونې او په دی برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ایران ته د افغان صادارتو د ګمرکي تعرفو د بیو د لوړوالي په اړه خبرې وکړې او وی ویل: افغان سوداګر ایران د صادراتو برخه کې د ګمرکي تعرفو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او موږ غواړو چې د ګمرکي تعرفو بیې په مناسب ډول راکمې او د افغانستان او ایران ترمنځ ښې سوداګریزې اړیکې رامنځته شي.

ښاغلي مهمند د ایران سوداګریزې آتشې سره د «امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون) په اړه معلومات شریک کړل او غوښته يې وکړه چې په یاد نندارتون کې ایراني شرکتونه ګډون وکړي.

ښاغلي مایل احمدي د ایران سره د ښو سوداګریزو اړیکو ستاینه وکړه او په لا ډیرو همکاریو او همغږیو د ټینګار ترڅنګ يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی تل هڅه کوي چې د ایران سره سوداګریزو اړیکو ښه والي برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي روستايي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا د ټینګار کولو ترڅنګ، وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او پانګه اچونه د دواړو هېوادونو د ګټو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا ښه والي برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې دوی به په دی برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.